Banner

اريوب ځاځي دتاريخ په پلوشوکې

21.02.2007 11:32

رښتيا ده، چې اّريوب ډېر ښكلى او زړه راښكونكى منظر لري. دا يوه ښېرازه سيمه ده، چې شاوخوا يې غرونو احاطه كړې او غرونه بيا په شنو ونو لكه نښتر، لمنځه، څېړۍ، بېجور، جلغوزي اوبښته او نورو باندې سينګار دي. دا هغه ونې دي، چې په دوبي او ژمي كې شنې پاتې كېږي او د اّريوب درې همدا ونې پخپله غېږه كې رانيسي او لا ښكلا وربښي.
د اّريوب ختيځ لور ته كرم ايجسنۍ شمال لور ته يې سپين غر، چې د ننګرهار سره نښلي او د شمال لويديز لور ته د كټه سنګ او لوګډي د غرونو په ذريعه له لوګر ولايت سره پيوند اخلي. لويديځ لور ته د شوات او كړكين د غرونو په واسطه له منګلو ولسوالۍ سره او د جنوب لور ته د منډائير د غرونو په پيوند له څمكنيو سره اړخ لګوي.
اّريوب يوه تاريخي سيمه ده، د ذكريا روضه د هاشم خېلو درې د شاه محمد په كلي كې، د ځاځي بابا مقبره د اّريوب په زړه د علي خېلو په كلي كې او د بهلول(رض) قدم ګاه د مټونګۍ په لمنه بدلا كې، د حافظ اّخوند زيارت په خوازيخېلو كلي كې د ميانجي پير زيارت، په بيلووټ كې د خواجه حضر بابا زيارت په علي سنګيو، د شهيدانو مقبره په سرحدي علاقه "ګوى" كې او داسې نور د سيمې تاريخي اّثار ګڼل كېږي.
د منډائير غر چې شتمنه او پراخه سينه لري د خپلې ښكلا سره سره د سيمېخلكو ته نه يوازې د سونګ لرګي تهيه كوي؛ بلكې د اعمار سامان هم لكه دروازې، كړكۍ، المارۍ، د چت سامان او نور د ضرورت وړ شيان هم برابروي. همدارنګه د مټونګۍ غر چې د منډائير مقابل لور ته واقع دى او د سيمې هرې خوا ته يې په معجزوي شكل مخ اړولى دى، د سيمې د خلكو د اړتياوو په پوره كولو كې مهم رول لري.
ددې غره په نومولو كې په تاريخي سترګه د معلوماتو د پلټنې نتيجه به په راتلونكي كې مفصلاً ګرانو لوستونكيو ته وړاندې شي؛ خو د منډائير د غره د نومولو پر بنا د ځينو سپين ږيرو او مخورو پر وينا چې "مونډ" وچو غنو او يا هم د ونو قلم شويو سرونو ته وايي او "ډېر" د زيات په لحاظ يعنې "مونډېر" په دې مانا چې دلته دا څيز له دې غره څخه په ډېره اسانتيا سره لاس ته راتلل. د همدې بډايه غره نوم وګرځول شو، چې همداسې اوس هم "مونډ ډېر" د اوسني مروج نومي "منډائير" سره چندان توپير نه لري او په تاريخي لحاظ د افغانستان په جغرافيايي سطحه دا غر د "سليمان" له مشهور غره څخه سرچينه اخلي.
د منډائير او مټونګۍ غرونه د خپلو پورتنيو ذكر شويو مفاداتو علاوه د جلغوزې د مييوگ عايد هر كال په كافي اندازه د سيمې خلكو ته ثمر ور په برخه كوي. اّن چې د نړۍ ځينو ملكونو ته هم صادرېږي. كومې اوبه چې د همدې غرونو له سينو راوځي، نه يوازې د څښاك پاكې اوبه؛ بلكې د سيمې ځمكې هم په كافي اندازه خړوبوي. همدا اوبه بيا د ځاځيو "اّريوب" له كلو او درو تېرېږي.
د لژې او احمدخېلو له اوبو سره يو ځاى د څمكنيو ځمكې تر خړوب لاندې نيسي او كُرم ايجنسۍ ته سر راباسي.
د اّريوب په باب ښاغلي عوض الدين "صديقي" صاحب د خپلو پلټنو او سعې نتيجه په كتاب كې چې "ځاځي د جهاد په بهير كې" ليكي، چې د اّريوب كلمه د "هراوب" څخه لاسته راغلې چې د هر رنګه اوبو له جملې څخه را اخيستې شوې او د وخت په تېريدگو سره د ژبې د اسانتيا لپاره "اّريوب" استعمالېږي. د "صديقي صاحب" تر پلټنې علاوه بيا ښاغلي مرحوم عبدالحى "حبيبي" پخپله د ادبياتو په تاريخ كې او د كوثر غورياخېل د "ژبو پپشنه" نومي كتاب له مخې د خپلو علمي څېړنو په لړ كې څه مستند معلومات تر لاسه كړي دي، په لنډ ډول رڼا اچوو:
اّريا: د "اّر" اره كلمې اوس هم په پښتو سيمو كې د اصل او "اره" د كركلي په مانا استعمالېږي، چې د پښتو ژبې د يو شمېر لغتونو په پرتله په ځينو نومونو باندې د "يا" لاحقفه يا وروستاړي راوړل كېږي.
دغه ډول د "اره" كلمه اوس هم يوه ژوندۍ كلمه ده، چې د كرنې مانا لري د "ين" لاحقه او نوروستاړي په تركيب سره ورڅخه "اّرين" جوړ شوى، چې ددې كلمې مانا په سنسكريت اّريايي زړه ژبه كې د شريف، نجيب او اصيل په مفهوم راغلې ده.
"حبيبي" صاحب زياتوي، چې اّريايان څلور زره كاله تر ميلاد دمخه د باختر ځمكو او د هندوكش لمنو ته راتلل. دوى دلته پس له ډېره وخته دېره شول، ختيځ او لويديځ لور ته يې هجرتونه وكړل، تر اباسين تېر شول، ان تر شمالي هندوستانه يې خپل مدنيت خپور كړ. په هر صورت...
ډاكتر جګړ المانى وايي، چې د "اريا" كلمه له "ار" څخه نيول شوې ده، چې په سانسكريت كې د "اصيل" په مانا وه.
مكسن مولر عالم وايي، چې "ار" د كرنې مانا لري؛ خو هغه وخت كرنه د اصيلو او نجيبو خلكو كار و؛ خو دا دواړه ماناوې اوس هم په پښتو ژبه كې شته. راځو خپل اّريوب ته نو حبيبي صاحب د اّريايانو او اّريوب په باب زياتوي، چې دا كلمه د پكتيا او پكتيكا په ولايتونو كي په ښكاره توګه لا ژوندۍ ده. د پكتيا ولايت د ځاځيو ولسوالۍ د خلكو د اوسېدو سيمه د "اريوب" په نامه يادېږي، چې "ار" د اصيل او "يوب" يې وروستاړى دى، چې د اريايانو د اوسېدو د ځاى مانا وركوي.
همدا رنګه اريايان چې په قبيلو ووېشل شول؛ نو هر يوې قبيلې خپل د "ار" نوم له ځانه سره وساته لكه په پكتيا كې "ارګون" په قندهار كې "ارغنداب" يا نور لكه "ارغندى"، "ارغيرستان"، "ارچي"، "ارباب خېل"، اوروكى"، "اردا"، "ارګي شا" په كونړ كې "ارګو" او داسې نور...
نو له پورتنيو دليلونو څخه دا ثابته شوه، چې اّريوب د اريايانو اصيل بچي شمېرل كېږي او همدارنګه د پورتنيو ليكو څخه دا نتيجه هم اخلو، چې پښتو ژپه هم مستقله، خپلواكه د اوستا سانسكريت ژبو سكه خور د كومې بلې ژبې څخه نه ده راوتلې؛ بلكې د اصلي اريايي ژبې څخه راپاتې ده، چې د اريايي په لكونو لغت او كلمات يې په همهغه پخوانۍ معنى او تلفظ ساتلي دي.
كه موږ د "ار" كلمه د اصيل په بنياد واخلو؛ نو رښتيا ځكه ده، چې شاعر ملا الف هوتك ويلي دي، چې:
دي له "اره" وه ښاغلى
څه كـــه و په وير نتلى
پير محمد مياجي په دې برخه كې داسې وايي:
"شېخ متي په خـــليل و
دى له "اره" لوى ولي و


 


ستاسو تبصره


لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.